د کندهار ځایي مسوولین وایي چې په دې ولایت کې یې تازه ۶۰ جریبه کرنیزه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
ویل کیږي چې دا کوکنار په پکښته میوند، غورک، تخته پل او دامان ولسوالیو کې اړول شوي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند ملا اسد الله جمشید وايي چې دا کوکنار په کورونو کې دننه کرل شوي وو چې له منځه وړل شوي.
د ښاغلي جمشید په قول چې ددغو کوکنارو په تور یې درې تنه نیولي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د نشه یي توکو ۳۷۷ کارخونې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه وزارت په ټول هېواد کې ۳۶۴۵ هکتاره ځمکه د نشه يي توکو له کښته پاکه کړې ده.