ډېر لوستل شوي

د اړمنو کورنيو لپاره د غنمو پراخه لړۍ؛ له کابله ۳۴ ولايتونو ته د غنمو د لېږد بهير پيل شو

له پېښو سره د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم یې د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د ۳ زره او ۴۰۰ متریک ټنه غنمو د لېږد بهیر پیل کړی دی.
د یادې ادارې ویاند یوسف حماد ویلي، دا غنم د دوی په وړاندیز او د مشرتابه د حکم پر بنسټ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو انتقالېږي.
د معلوماتو له مخې، له کابل ولايت څخه به ۱۳ ولایتونو ته هر یوه ته ۱۰۰ ټنه غنم ولېږدول شي، او پاتې ۲۱ ولایتونو ته به هم د هېواد له بېلابېلو زونونو څخه هر ولایت ته ۱۰۰ ټنه غنم انتقال شي.
ټاکل شوې، چې لېږدول شوي غنم به د ولایتونو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاستونو په زېرمو کې وساتل شي او د اړتیا پر مهال به اړمنو کسانو ته ووېشل شي.
دا په داسې مهال ده، چې په وروستیو اوونیو کې هم ۳۴ زره راستنو شویو کډوالو کورنیو ته په ۳۴ ولایتونو کې غنم او نغدي مرستې وېشل شوې، او دا لړۍ لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه