د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د مولوی امیر خان متقی له خپل ايراني سيال سید عباس عراقچی سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او روان وضعیت په اړه خبرې او بحث کړی دی.
ياد وزارت وايي، ښاغلي متقي په دې تماس کې د وروستیو پېښو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران ترسره شوی برید یې غندلي دي. ښاغلي متقي همداراز د ایران د مذهبي مشر په نښه کېدو په تړاو د ایران دولت او ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.
بل لور ته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د دریځ او همدردۍ مننه کړې او د روان وضعیت او د ایران د اقداماتو په اړه یې خپل لیدلوری شریک کړی دی.
مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول نقض ردوي او دا چاره د منل شویو نړیوالو اصولو خلاف بولي. هغه د تاوتریخوالي د سملاسي درولو او د کړکېچ د سولهییز حل لپاره د ډیپلوماتیکو لارو د کارولو غوښتنه کړې ده.

