ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۲۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت وایي چې تر دې مهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم ډول دوام لري.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ‌۱۲۷۶۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

ښاغلي حق‌شناس لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۸۸۱۸۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې۱۴۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۵۷۲ ټنه انتقالات شوي دي. 

 سرچینې لیکلي چې د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې  دي. د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد وزارت هڅه کوي چې د هېواد له ټرانزیټي لویو لارو څخه د انتقالاتو په بهیر کې هم سوداګرو او باروړونکو وسایطو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي.

اړوند خبرونه