ډېر لوستل شوي

کندهار؛ ملکي او نظامي موټرونو ټکر مرګ‌ژوبله اړولې

تېره شپه ناوخته په کندهار ښار کې د هوايي ډګر پر سړک د یوه نظامي او یوه ملکي موټر ترمنځ ټکر شوی چې پنځو تنو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې.

سرچينو ویلي، پېښه د اکوا موټر او رېنجر تر منځ شوې، چې درې تنه پکې مړه او دوه نور زخمیان دي.

ددې پېښې مړه وګړي د اکوا سپرلۍ ګڼل شوې او له زخمیانو یې یو تن نظامي دی. ددې پېښې د ټکر سمدلاسه اکوا موټر اور اخیستی.

یاده دې وي چې په ټوله نړۍ کې له هرو سلو زرو تنو ۱۵ تنه په ټرافیکي پېښو کې مري. د وروستیو موندونو له مخې اکثره ټرافیکي پېښې په وروسته پاتې او لږعاید موندونکو هېوادونو کې پېښېږي. افغانستان کې هم دا ډول پېښې د مرګ‌ژوبلی مهم فکټور جوړوي چې په کمښت کې یې څرګند توپیر لا نه دی لیدل شوی.

اړوند خبرونه