ملي دفاع وزارت د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې شریکې کړي چې پکې شاوخوا ۲۵۰ پاکستانیو پوځیانو ته د مرګژوبلې ادعا شوې ده.
ملي دفاع وزارت وړاندې ویلي: دا بریدونه، چې پکې د یرغلګر دښمن پوستې او اډې په نښه شوې وې، په (۲۸) نقطو متمرکزې وې. ددې بریدونو په پای کې (۱۴) پوستې نیول شوي، (۱۰۹) د دښمن عسکر وژل شوي او (۱۴۸) نور ټپیان شوي دي. همدارنګه افغان ځواکونو له لسو څخه زیات پاکستاني پوځي موټر ویجاړ کړي او سلګونه سپکې او درنې وسلې او بې شمېره مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي دي. همداراز، د شپې په اوږدو کې، د دښمن دوه کشفي الوتکې هم غورځول شوي دي.
د عملیاتو په جریان کې، ۳ مجاهدین هم شهیدان شوي او ۹ نور ټپیان دي او همدارنګه ۲۰ تنه ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. ملي دفاع وزارت وړاندې لیکلي چې د ردالظلم په نوم د ټولې اونۍ په اوږدو کې، چې د پاکستاني پوځي رژیم د یرغل په ځواب کې پیل شوي، د افغان ځواکونو لخوا ټولټال (۶۴) پوستې او ۷ اډې نیول شوي او ویجاړې شوې دي او شاوخوا (۳۲۷) تنه یې وژل شوي او له (۳۵۰) څخه زیات ټپیان دي.

