د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند څرخي پله د دويمې پلې لوا د « M-113» محاربوي ټانګونو له ۴۰ ورځني زدهکړې ۲۰ تنه ځوان پوځي منسوبين فارغ شوي دي.
يادې قول اردو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ياد فراغتغونډې په مراسمو کې مسوولينو د اعداد، اطاعت او خپل مسلک ته په ژمنتیا ټينګار کړی دی. د ويلو ده، چې مسوولينو ټولو فارغانو ته بريلیکونه او ستاینـلیکونه هم ورکړي دي.

