ډېر لوستل شوي

پکتیا کې له پاکستاني ملېشو سره نښته؛ افغان ځواکونو مقابل لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې

اميد راډيو ته امنيتي سرچينو ويلي، چې افغان دفاعي ځواکونو د پکتیا ولايت د ډنډپټان ولسوالۍ په «توپ سر» سیمه کې له پاکستاني ملېشو سره نښته کړې او مقابل لوري ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سرچينو په وینا، دا نښته پرون مازدیګر ناوخته هغه مهال رامنځته شوې، چې د پاکستان پوځي رژيم يو شمېر عسکرو د فرضي کرښې دې غاړې ته د برید هڅه کوله.

سرچينې زياتوي، افغان ځواکونو د ياد اقدام پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او په پایله کې یې د پاکستاني پوځ اته عسکر وژلي دي.

د معلوماتو له مخې، د وژل شويو عسکرو جسدونه تر اوسه هم د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمه کې پراته دي.

اړوند خبرونه