د ا.ا صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي «یوشیاو یونګ» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپیریال برابرېدو ته په اشارې چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې له شته فرصتونو څخه په ګټېاخیستنې پانګونه وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر همداراز چین ته د افغانستان د پنبې، انارو، جلغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو افغان صادراتي توکو د صادرولو په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګمرکي، ټرانزیټ او ترانسپورتي اسانتیاوو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د چین ځانګړي استازي په افغان بازار کې د چینایي سوداګرو او پانګوالو له لېوالتیا او حضور یادونه کړې او افغانستان یې د چین په سټراتیژۍ کې د پانګونې له طبیعي او نههیریدونکي فرصتونو ډک هیواد بللی دی.

