اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رييسالوزرا ملا محمد حسن آخند په مشرۍ ترسره او پکې پرېکړه شوې، چې افغانستان ته د واردېدونکو یوکيلي موټرو د ګمرکي محصول تخفیف به د ۱۴۰۵ هـ ش کال تر پایه پورې د ټاکلې اندازې په کچه وغځول شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د رييسالوزرا اقتصادي مرستیال ته دنده سپارل شوې، چې د ځینو وارداتي توکو په اړه له اړوندو ادارو او پانګهوالو سره غونډې ترسره کړي، څو په دې برخه کې شفافیت، کمیت او کیفیت په پام کې ونیول شي.
په خبرپاڼې کې راغلي، چې د کابينې په ۱۶مه غونډه کې په يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث شوی دی.

