ډېر لوستل شوي

یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې مېرمن جورجت ګانيون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

نوموړې په یوې خبري ناسته کې ویلي، د شخړو دوام کولی شي جدي خطرونه رامنځته کړي او اغېزې یې پر ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او بې‌ځایه کېدو په بڼه د پام وړ دي.

د یوناما سرپرستې له ښکېلو لورو غوښتي، چې زغم وښيي، تاوتریخوالی راکم کړي او یو ځل بیا اوربند او دیپلوماټیکو خبرو ته وګرځي.

دا په داسې مهال ده، چې د پاکستان پوځي رژيم له دومره تېريو سره سره د اسلامي امارت وياند په خپلو څرګندونو کې ډیپلوماټيکه ژبه کارولې او ويلي يې دي، چې افغان حکومت ډيپلوماسۍ ته ژمن دی، خو په مقابل لوري باور نه لري.

اړوند خبرونه