د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې امنيتي ځواکونو د سپین بولدک ولسوالۍ کې له پاکستانه د ۴۳ غواوو د قاچاق مخه نیولې ده.
د چارواکو په وينا، د دې قضیې په تړاو دوه تنه نیول شوي چې تر عدلي پرېکړې وروسته به قانوني چلند ورسره وشي.
د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د کندهار په ریګستان او سپین بولدک ولسوالیو کې د سلګونو پسونو او لسګونو غواوو د قاچاق مخه نیول شوې وه.

