د اسلامي امارت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت افغانانو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې او د اسلامي امت د یووالي او بریا لپاره یې دعا کړې ده.
د اسلامي امارت مشرتابه په خپل پیغام کې ویلي، اسلامي امارت د نړۍ په هره برخه کې د مسلمانانو پر وړاندې ناوړه کړنې او د هغوی پر حقونو تېری ظلم بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
په دې پيغام کې له ټولو خواوو غوښتل شوي، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

