د اسلامي امارت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د هېواد د امنیتي ځواکونو او مجاهدینو کلک ملاتړ ته دوام ورکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو او هڅو په پایله کې نن د هېواد د دښمنانو دسیسې شنډې شوې دي.
ياد پيغام کې ټینګار شوی، چې د امنیت ټینګښت او د لاسته راوړنو ساتنه د خلکو په ملاتړ او همکارۍ پورې تړلې ده.

