د اسلامي امارت مشرتابه د کوچني اختر په مناسبت افغانانو ته د اتحاد، ورورولۍ او د سولې د ساتنې پیغام ورکړی دی.
په دې پيغام کې ټینګار شوی، چې د مسلمانانو عزت د دوی په یووالي کې دی او له ټولو افغانانو یې غوښتي چې له قومي، سمتي او ژبني تعصباتو ډډه وکړي، یو بل ته عفوه ورکړي او د اختر په مبارکو ورځو کې د زړه بدوالي او کینو له منځه وړلو هڅه وکړي.
د اسلامي امارت مشرتابه همداراز د اسلامي امت لپاره د عزت، اتفاق او بریا دعا کړې او شهیدانو ته یې د لوړو درجو او ټپیانو او ناروغانو ته د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

