د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي نصیر احمد مهاجر وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هلمند لوی محبس څخه ۵۹۶ تنه بندیان خوشې شوي دي.
ښاغلي مهاجر زیاته کړې، چې د ۱۶۲ تنو بندیانو د بند موده هم لنډه شوې ده او هغوی به ژر له زندانه ازاد شي.
مولوي مهاجر ټینګار کړی، چې دا ګام د کوچني اختر په مناسبت او د انساني حقونو د رعایت په هدف اخیستل شوی دی.
دا په داسې مهال ده، چې سترې محکمې تر دې وړاندې هم د کوچني اختر په مناسبت په لسګونه بنديان خوشې کړي دي.

