د هرات والي د بهرنیو کونسلګریو له مسوولینو، علماوو، سوداګرو، عامو وګړو، پوهنتون استاذانو، د ولسوالیو مسوولینو، یوناما مشر او د قزاقستان د سوداګرۍ له یوه چارواکي سره کتنه کړې او د اختر مبارکي یې ورته ویلې ده.
د اختر په مناسبت دې ناسته کې د هرات اوسېدونکو په خوندي او سوله ییزه فضا کې د اختر مراسمو په ترسره کولو خوښي څرګنده کړې او د شته امنیتي وضعیت ستاینه یې کړې ده.
ددې غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د هر ډول پوځي تېري، په ځانګړې توګه د پاکستان د اقداماتو پر وړاندې د اسلامي امارت له دفاعي دریځ څخه خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره یې چمتووالی څرګند کړ.
د هرات والي د اختر په مراسمو کې د خلکو د پراخ ګډون څخه د رضایت څرګندولو په ترڅ کې، د بهرنیو ګواښونو په وړاندې د خلکو د یووالي او وطنپالنې احساساتو او روحیې ستاینه وکړه او دا یې د ملي یووالي نښه وبلله.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت تل د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې په متوازن او سوله ییز سیاست ټینګار کوي او نه غواړي چې کوم هیواد له افغانستان څخه زیانمن شي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د اختر په ورځو کې د هرات عامه فضا د خلکو د پراخ ګډون او ښه امنیت شاهده وه.

