د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان ویلي، له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني پوځي رژیم ځواکونو په کونړ کې ۲۵ ځلې د درنو مرمیو بریدونه کړي دي.
دا توغندی، ډېری د ناړۍ ولسوالۍ اړوند برېکوټ او دوکلام سیمو کې د ملکیانو پر کورونو او کښتونو لګېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم وړمه ورځ اعلان کړی و چې د کوچني اختر تر وروستۍ ورځې پورې یې له افغان حکومت سره اوربند کړی دی.

