د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره د تېر حکومت مشر حامد کرزي د وروستیو پېښو او اختر مبارکۍ په پار کتلي دي.
دې کتنه کې د افغانانو پر وحدت، د افغانستان ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې باندې ټینګار شوی او په وروستیو بمباریو کې شهیدانو ته دعاوې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځي رژیم وروستیو وحشتونو وروسته د افغانانو خپلمنځي یووالی تر بل هر وخت ټینګ شوی او هر بهرني یرغل ځواب ته په ګډه ټټر ډبوي.

