ډېر لوستل شوي

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ۱۳۷ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې خبر ورکړی، چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې یې له ملي او نړیوالو مؤسسو سره د همکارۍ لسګونه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ۵۳ میلیونه او ۴۰۵ زره او ۸۷۷۰ ډالرو په ارزښت ۱۳۷ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

چارواکي وایي، دا هوکړه‌لیکونه د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، بیړنیو مرستو رسولو او د زیانمنو شویو خلکو د ملاتړ په موخه لاسلیک شوي دي.

اړوند خبرونه