د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د کوچني اختر په ورځو کې شاوخوا ۲٫۳ میلیون کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، خبیب غفران په اېکس لیکلي چې د سیلانیانو دا شمېرې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي او د سیاحت د ودې او پیاوړتیا څرګندونه کوي.
د ښاغلي غفران په وینا چې سیلانیانو د اختر په ورځو کې د امنیتي ادارو په همکارۍ او هڅو د هېواد ګوټ ګوټ ته سفرونه کړي او هېواد له بېلابېلو تاریخي او تفریحي سیمو یې لیدنې کړې دي.
په ورته مهال د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې د همدې ولایت تاریخي او طبیعي سیمو ته له ۱۲۰ زره زیات کورني سېلانيان ورغلي دي.

