ډېر لوستل شوي

بلخ کې د اختر رخصتيو پرمهال د ۱۸۶ ترافيکي پېښو له امله ۱۰ کسان شهيدان شوي

د بلخ عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی، چې د کوچني اختر د رخصتیو پر مهال یوازې په ابو علي سينا حوزوي روغتون کې ۱۸۶ ترافیکي پېښې ثبت شوې، چې له امله یې ۱۰ کسان پکې شهیدان شوي دي.

د مسوولينو په وينا، دا پېښې تر ډېره د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې ۱۰ تنه هېوادوال شهیدان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دې ترڅنګ یو شمېر نور ټپیان د بلخ ولایت نورو دولتي او خصوصي روغتونونو ته هم لېږدول شوي، خو د هغوی کره شمېر نه دی په ډاګه شوی.

اړوند خبرونه