د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ۴۲۶ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
ياد وزارت د کندهار د سپینبولدک سیمهییزو مسوولینو په حواله ویلي، چې راخوشې شوي افغانان له یوې تر شپېتو ورځو پورې د پاکستان په زندانونو کې ساتل شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا راستانه شوي کسان له ثبت، راجستر او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا مهال هم په پاکستان کې سلګونه نور افغانان د دې هېواد د پولیسو لهخوا نیول شوي او په زندانونو کې ساتل کېږي.

