ډېر لوستل شوي

“تېره اوونۍ د بېلابېلو بندرونو له لارې څه باندې ۱۶۹ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي”

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس وایي چې تېره اوونۍ د دغه وزارت وسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹ زره ۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. 

ښاغلي حق‌شناس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸۵۳۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰۹۰۱ټنه او د خواف–هرات له لارې ۲۲۰۴۷ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد انتقال شوي دي.  

د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز د انتقالاتو یوه برخه «صادرات» ښودل شوي او ویل شوي چې په تېره اوونۍ کې د زیاتې وچې مېوې او انارو جوس په ګډون ۱۲۶۲ ټنه صادرات شوي.

ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې لوړېدل د کاري فرصتونو برابرېدو، ملي عواید زياتوالي او اقتصادي ثبات لپاره مهم بللي دي.

اړوند خبرونه