ډېر لوستل شوي

له کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنې په عادي ډول روانې دي

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی، چې دا مهال له کابل نړیوال هوايي ډګره کورنۍ او نړیوالې الوتنې په عادي ډول روانې دي.

ياد وزارت ټینګار کړی، چې د مسافرو خوندیتوب د دوی له لومړیتوبونو څخه دی او ټولې چارې د نړیوالو معیارونو پر بنسټ په عادي ډول پر مخ وړل کېږي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د اريانا افغان هوايي شرکت يوې الوتکې تېره ورځ (وري پنځمه) د کابل په نړيوالو هوايي ډګر کې په بېړنۍ توګه ناسته کړې وه. د معلوماتو له مخې، په یادې پېښه کې هېڅ یوه مسافر ته زیان نه دی اوښتی.

اړوند خبرونه