ډېر لوستل شوي

تېر کال څه باندې ۱۰۲ زره بهر مېشتو افغانانو ته د پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د ۱۴۰۴ کال په لړ کې یې ۱۰۲ زره او ۵۳۸ بهر مېشتو افغانانو ته په غیرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو اړوند بېلابېل خدمتونه وړاندې کړي دي.

يادې ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، په دې موده کې ۱۹ زره او ۳۲۰ نوې او ۶ زره او ۱۵۶ مثنی کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. همداراز، د ۵۱ زره او ۳۷۱ تذکرو تایید او ۲۵ زره او ۶۹۱ کسانو ته د پېژندپاڼو د سمون خدمتونه هم ترسره شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زياته کړې، چې بهر مېشت افغانان ته د خپلو اصولي خپلوانو له لارې په غیرحضوري ډول د تذکرو د وېش، تایید او اصلاح خدمتونه هم وړاندې کوي.

اړوند خبرونه