د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې تخنیکي او ماشینرۍ ټیمونو یې د بامیان – پروان – کابل لویه لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه کړې ده.
د یاد وزارت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې او ویډیويي کلیپ په خپرولو سره ویلي، چې دا لاره د پروان ولایت د غوربند درې د شینواري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله تړل شوې وه.
د خبرپاڼې له مخې، د ملي دفاع وزارت اړوند تخنیکي پرسونل او ماشینرۍ پر وخت سیمې ته رسېدلي او تر پاککارۍ او تخنیکي کار وروسته یې یاده لویه لاره بېرته د موټرو تګ-راتګ ته چمتو کړې ده.
دا لویه لاره د بامیان، پروان او کابل ترمنځ له مهمو ترانزیټي او مواصلاتي مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې بندېدل یې د خلکو پر تګ-راتګ او لېږد رالېږد مستقیم اغېز درلود.

