د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي اداره وایي چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، تالندې او غرښویېدنې له امله ۲۸ هېوادوال شهیدان او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې پر ځاني مرګژوبلې سربېره ۵۶۸ کورونه هم تخریب شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۱۳۰ کورنۍ زیانمنې شوې، ۹۳ کیلو متره سړکونه تخریب او ۲ زره ۹۰۱ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.
“د وروستیو ورښتونو له امله ۱۰ هټۍ، ۵۳ د اوبو څاګانې او شبکې، ۱۹۳۸ ونې هم ویجاړې شوې او ۲۴۴ څاروي هم تلف شوي دي.”
په راپور کې ویل شوي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

