د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په کونړ، ننګرهار، میدانوردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، غور، هرات، بادغیس، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۲۰ ملي مترو پورې اټکل کېدای شي.
هواپېژندنې ادارې همدراز په سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۷۰ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

