د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې په هرات ولایت کې د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیزې چارې چټکې روانې دي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان ویلي چې تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰ کیلومټره سیمه چمتو شوی ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادې پروژې سیمې ته نوې نللیکې او تخنیکي تجهیزات لېږل کېږي، او تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه د هرات اړوند د پروژې ۱۵۳ کیلومټره برخه بشپړه شي.
یاد وزارت ټاپي پروژه د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼلې چې د انرژۍ د لېږد تر څنګ د اقتصادي ودې او سیمهییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

