ډېر لوستل شوي

د اسلامي مرستو سازمان له افغانستان او پاکستانه د اوربند د تازه کېدو او کړکېچ پای ته رسېدو غوښتنه کړې

د اسلامي مرستو سازمان (اسلامیک ریلیف) له افغانستان او پاکستانه غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی سم‌لاسي راکم او دوه‌اړخیز اوربند بېرته تازه کړي.

یاد سازمان په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د فرضي کرښې په اوږدو کې د نښتو او بریدونو له امله ګڼې کورنۍ، په ځانګړې توګه د ننګرهار او کونړ ولایتونو د فرضي کرښې ته نږدې سیمو کې، له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې دي.

په دې سازمان کې د افغانستان د برخې مسوول محمد ذوالقرنین عباس ویلي: “هره ورځ ډېرې کورنۍ د پاکستان د بریدونو او ناامنۍ له وېرې خپلې مېنې پرېږدي او د خوندي ځایونو پر لور کډه کېږي.”

د اسلامي مرستو سازمان ویلي، چې د جګړو له امله د ملکي وګړو بشري وضعیت لا پسې خراب شوی او اړمنو خلکو ته د مرستو اړتیا ډېره شوې ده.

اړوند خبرونه