د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند مولوي صديقالله نصرت وايي، چې افغان ځواکونو د کونړ د دانګام ولسوالۍ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي رژيم پوسته په نښه او له منځه وړې ده.
د ښاغلي نصرت په وینا، یاده پوسته د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې موقعیت درلود او د افغانستان پر لور یې ډزې کولې، چې ملکي خلکو ته یې زیان رساوه. دا په داسې مهال ده، چې په دې وروستيو کې د پاکستان پوځي رژيم له لوري په کونړ کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

