ډېر لوستل شوي

تاشکند د وسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان پر صادراتو او وارداتو نیمایي تعرفه کموي

د افغانستان د وسپنې پټلۍ رهبري د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې له مرستیال رحمت اوف او مل پلاوي سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو خبرې اترې کړي دي.

د وسپنې پټلۍ رییس بخت الرحمن شرافت د ازبکستان د رېل پټلۍ ادارې مرستیال او مل پلاوي سره په کتنه کې ویلي، چې د حيرتان-مزارشريف مسیر په نايب اباد تمځای کې به د تازه ميوو او سبزيجاتو د تشولو او بارولو په موخه مجهز ساتنځای هم جوړ کړي، څو د افغانستان تازه مېوه او سبزيجات له ځنډ او خرابوالي پرته منځنۍ اسيا، اروپا او بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.

نوموړي زياته کړه، د دې ترڅنګ ازبکستان غواړي د رېل پټلۍ له لارې په افغاني توکو ۵۰ سلنه تعرفه کمه، د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې انتقالات زيات او ټرانزیټي بهير ته وده ورکړي.

 بلخوا د ازبکستان د وسپنې پټلۍ مرستیال ویلي، ازبکستان د افغان ټرانس په څېر د سترو رېلي پروژو په پلي کولو کې ځانګړې ونډه اخلي.

اړوند خبرونه