ډېر لوستل شوي

د انتقالاتو زیاتوالی او اقتصادي تحرک؛ د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۷۲۹ زره ټنه زيات انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د تېر کال د کب میاشتې په لړ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له بېلابېلو لارو ټولټال ۷۸۹.۲۶۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۴۹۰.۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰.۸۰۸ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۶.۴۷۴ ټنه، او د خواف-هرات له لارې ۸۱.۱۴۸ ټنه توکي انتقال شوي دي. په انتقال شويو توکو کې نفتي، غیر نفتي او نور مهم توکي شامل دي.

د کب میاشتې په اوږدو کې ۳.۶۳۳ ټنه صادرات هم ترسره شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انار جوس شامل دي. ټولګټو وزارت وايي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو او صادراتو کچه لوړه شي، په هم‌هغه کچه د کار فرصتونه برابریږي، ملي عواید زیاتېږي او اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بسیاينې ته لاره هواریږي.

اړوند خبرونه