ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې سبا په ۳۱ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی 

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په نورستان، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان‌وردګ، بامیان، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، تخار، کندوز، سمنګان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، ننګرهار، کونړ، لغمان، بدخشان، فراه، هلمند، فاریاب، غور، دایکنډي، روزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۷۰ ملي مترو پورې اټکل کېدای شي.

هواپېژندنې ادارې همدراز د سالنګونو په ګډون په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۸۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې له هېوادوالو غوښتي چې د ورښتونو پرمهال له سیندونو او د سیلاب تر ګواښ لاندې سیمو څخه لرې و اوسي. یادې ادارې همداراز موټرچلوونکو ته سپارښتنه کړې چې په سېلابي اوبو کې له تګ راتګ ډډه وکړي.

اړوند خبرونه