د غزني ولایت د پوهنې ریاست د یوې رسنۍ لهخوا د اندړو ولسوالۍ د «قاري عبدالمالک لېسې» په تړاو خپاره شوي راپورونه رد کړي او هغه یې له حقیقته لرې بللي دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، ياده لېسه په منظم ډول فعاله ده، زدهکوونکي په عادي ډول خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي او د تدریسي بهیر پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نه شته.
راپور زیاتوي، چې یاده لېسه ۱۲ تشکیلي بستونه لري او په سلګونو هلکان او نجونې پکې پر زدهکړو بوختې دي، چې دا د ښوونځي د فعال حضور څرګند ثبوت ګڼل کېږي.
پوهنې ریاست همداراز ټینګار کړی، چې د ښوونځیو بستونه هېڅکله مدارسو ته نه انتقالېږي، بلکې په ځینو مواردو کې د دیني علومو بستونه له مدارسو څخه ښوونځیو ته انتقال شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې يوې رسنۍ راپور ورکړی و، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د «قاري عبدالمالک لېسې» ته سږ کال شپږ تنه تشکيل ورکړل شوی او دولسم ټولګی يې هم لغوه شوی دی.

