د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د اوزبيکستان د درملو جوړونې او صنعت د پراختیا ادارې له رييس عبدالله عزیزوف او مل پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د درملو د سوداګرۍ پیاوړتیا، د افغان ناروغانو د درملنې لپاره اوزبيکستان ته د تګ اسانتیاوو، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک د عملي پلان، او په هېواد کې د درملو تولید او پانګونې په اړه بحث شوی دی.
ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې د درملو کیفیت تضمین، معیاري روغتیايي خدمتونه، او د دواړو هېوادونو ترمنځ دايمي همغږي اړین دي، څو خلکو ته باوري خدمتونه وړاندې شي.
د اوزبيکستان چارواکو ډاډ ورکړی، چې هېواد یې د درملو تولید، صادرات، تخنیکي پوهې لېږد، او روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې همکاريو ته چمتو دی.

