د ټولګټو وزارت وایي چې د سېلابونو او غرښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي، او د دغه وزارت عملیاتي ټیمونو یې د بېرته پرانیستلو چارې پیل کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا مهال په تنګي غارو سیمه کې د کابل–جلالآباد لویه لار، په بادغیس ولایت کې د بادغیس – هرات، بادغیس – فاریاب مسیرونه، د سمنګان ولایت د روی دوآب ولسوالۍ مسیر او د فاریاب ولایت د فردوس–بلچراغ مسیر د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتي چې د یاد وزارت د رسمي خبرتیا تر خپرېدو پورې دې د یادو مسیرونو پر لور حرکت څخه ډډه وکړي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د کنړ–نوستان لویه لار، د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ مسیر، د فاریاب ولایت د میمنه–فردوس مسیر او د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ مسیر د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي دي.

