ډېر لوستل شوي

سروبي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۴ کلنه دښمني پایته رسول شوې

د کابل ولایت مقام خبر ورکړی چې د سروبي ولسوالۍ په «وزبین» کلي کې د محمد عمر او ثمرګل کورنیو ترمنځ ۱۴ کلنه دښمني د علماوو، قومي مخورو، د سیمې مشرانو او اړوندو مسوولینو په هڅو پایته رسول شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې چې دا دښمني د «جبري نکاح» د موضوع له امله رامنځته شوې وه او له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

سرچینې لیکلي چې یاده دښمني په تېرو کلونو کې د دواړو کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي، نښتو او ځاني زیانونو لامل شوې وه.

د کابل ولایت مقام په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، له روغې جوړې وروسته د دواړو لورو ژمنه کړې چې له دې وروسته به د وروڼو په څېر ژوند کوي او تېر اختلافات به هېروي.

اړوند خبرونه