ډېر لوستل شوي

د واورې ورښت او توپان له امله د سالنګ لویه لاره تړل شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، د سختې واورې، توپان او د لارې نه معلومېدو له امله د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ په لنډمهاله توګه تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، دا پرېکړه د احتمالي ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره عملي شوې ده.

ښاغلي حق‌شناس زیاته کړې، چې دا بندیز لنډمهالی دی او د هوا له ښه کېدو سره سم به یاده لویه لاره بېرته د تګ‌-‌راتګ پر مخ پرانیستل شي.
دا په داسې مهال ده، چې د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د سالنګونو په ګډون پرته له دوو ولایتونو نور په ټولو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو خبرداری ورکړی و.

اړوند خبرونه