د سمنګان امنيه قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د ايبک او مزار لويه لار د ترافيکو په مخ پرانېستل شوې ده.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، چې دا لويه لار د تاشقرغان تنګي په سيمه کې د تېرې شپې د سېلاب له امله تړل شوې وه. دا په داسې مهال ده، چې د ټولګټو وزارت تېره شپه د سختې واورې، توپان او د لارې نه معلومېدو له امله د سالنګ لويې لارې له تړل کېدو هم خبر ورکړی و.

