ډېر لوستل شوي

د ټولګټو وزیر له «علي‌رضا بیکدلي» سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د ایران له سفیر، علي‌رضا بیکدلي سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي. 

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا ترڅنګ د وسپنې پټلۍ پروژو رغول، د خواف – هرات د انتقالاتو د زیات‌والي او د سوداګریز ترانزیټ د اسانتیاوو د پراختیا په اړه بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې چې همداراز دواړو لورو د ایران او افغانستان ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار کړی او د وسپنې پټلۍ، سړکونو او پلونو د ترمیم رغونې او بیارغونې پروژو په تړاو یې خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه