د هلمند مسوولینو د یاد ولایت په «خانشین» ولسوالۍ کې د ۸۵۰ کیلوګرامه تریاکو له نیولکېدو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي چې د دې ترڅنګ د بېلابېلو کشفي عملیاتو پر مهال ۴ زره ۹۰ لېټره تېزاب هم نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادولو ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

