ډېر لوستل شوي

غزني کې د ترافيکي پېښې له امله څلورو کسانو ژوند بایللی

د غزني مسوولین وایي چې د دغه ولایت مرکز اړوند بکاول سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي دي.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا مرګونې پېښه د مازدا او دوو موټرسایکلونو د ټکر پرمهال شوې ده.

مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکو بې احتیاطي بللې ده. له تېرو څو کلونو راهيسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه