ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې د ګازو ‌لېږدوونکي ټانکر او بس ټکر؛ د ۳۷ کسانو مرګ‌ژوبله تایید شوې 

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان په بلوچستان کې د مسافر وړونکي بس او د مایع ګازو لېږدوونکي ټانکر ترمنځ د پروني ټکر له امله ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. 

د راپورونو له مخې چې دا پېښه پرون (پنجشنبه) د بلوچستان په ګوادر ښار کې د مکران پر ساحلي لویه لار شوې، او له ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخیستی دی.

د یادولو ده چې په دې مسافر وړونکي بس کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو.  پاکستان کې تر دې مخکې هم د دا ډول خونړي ټکر لسګونه پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ‌شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اړوند خبرونه