ډېر لوستل شوي

د «افغانستان اقتصادي طلوع» نندارتون؛ “ټول باید د هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي”

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رييس قاري ولي ګل جواد په پلازمېنه کابل کې د «افغانستان اقتصادي طلوع» په نوم نندارتون کې ويلي، چې دا ډول نندارتونونه د هېواد د صنعتي پرمختګ لپاره مناسبه زمینه برابروي او افغانستان د ودې پر لور بیايي.

د اميد راډيو خبريال په دې نندارتون کې د ښاغلي جواد په حواله ويلي، چې ټول باید پر ځان بسيا اقتصاد او د هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت صنعتکارانو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړې او هڅې روانې دي، چې په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته شي.

قاري جواد همداراز ویلي، هغه پانګه‌وال چې په بهرنیو هېوادونو کې یې پانګونې کړې، دا مهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له هغوی یې غوښتي، چې له شته فرصتونو څخه په استفادې افغانستان کې پانګونه وکړي.

اړوند خبرونه