ډېر لوستل شوي

د مخابراتو وزير: نړيوال د اسلامي امارت د فعالیتونو د انزوا هڅه کوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ملا حمدالله نعماني د «افغانستان اقتصادي طلوع» په نندارتون کې ويلي، نړيوال هڅه کوي چې د اسلامي امارت اقتصادي، سیاسي او نور فعالیتونه د انزوا پر لور سوق کړي.

د اميد راډيو خبريال په دې نندارتون کې د ښاغلي نعماني په حواله ويلي، چې هېڅ هېواد په بهرنيو مرستو پرمختګ نه شي کولای او ټینګار یې کړی، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او د پانګونې لپاره مناسبې زمینې برابرې شوې دي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په وینا، د پرمختګ لپاره د کیفیت اصل ډېر مهم دی او ټول تولیدات باید د لوړ کیفیت په پام کې نیولو سره تولید او وړاندې شي.

اړوند خبرونه