ډېر لوستل شوي

“د ډیورنډ فرضي کرښې تر څېرمه ولسوالیو کې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۴۳ پروژو چارې عملا روانې دي”

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر، ملا نورالله نوري د سیاسي چارو شنونکو او پوهنتون له استادونو سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.   

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د ټولنې او نظام پر بریا او عقیدوي یووالي خبرې شوې دي. 

په دې کتنه کې پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم د وروستیو بریدونو په اړه هم خبرې شوې او ښاغلي نوري ویلي چې افغانستان پر ځمکني میدان امریکا او روسانو ته ماتې ورکړې، او پنجاب دې هم د داسې سبق انتظار باسي.  

د سرحدونو، قومونو  او قبایلو چارو وزیر د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې ویلي: “تاسو ته نظام اړتیا لري، تاسو د اوسني نظام حقایق په ډاګه کولای شئ او د پرون ورځې وحشتونه بیانولای شئ.”

ښاغلي نوري همداراز ویلي چې دا مهال د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د اوو ولایتونو په اطرافي ولسوالیو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د ۳۴۳ پروژو چارې عملا روانې دي.

اړوند خبرونه