د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي، چې تېر کال ۱۳۷ کيلومټره سړکونه جوړ، ۹۱ کيلومټره سړکونه بيا رغول شوي او ۷۲ کيلو مټره نور سړکونه سروې شوي، چې روان کال به يې چارې پيل شي.
د اميد راډيو خبريال د «کابل ښاروالۍ د لاسته راوړنو او فعاليتونو» په غونډه کې د ښاغلي بارکزي په حواله ويلي، چې تېر کال ۶.۹ کیلومټره کانالونه جوړ او په تېرو څلورو کلونو کې په کابل ښار کې ټولټال ۱۸.۵ کیلومټره کانالونه جوړ شوي دي. نوموړي همداراز زياته کړې، چې په همدې موده کې ۳۴۰۲ نقشې ویزه شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د استازي په وينا، د برکي هوايي پل پروژه ۸۰ سلنه بشپړه شوې او د نرخونو کنټرول او د ښاري نظم ساتنې لپاره هم اغېزمن اقدامات شوي دي.
د نوموړي په وينا، تېر کال ۵۶۰ زره ټنه کثافات له ښاره ایستل شوي او له ۱۱ زرو زیات سپي راټول شوي او دغه راز د سمسورتيا په برخه کې هم پلان شته چې روان کال به یو میلیون نیالګي کېنول شي.
د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې، تېر کال له ۳۳۶۳ ځایونو څخه څارنه شوې چې له ډلې یې ۱۰۳۵ هغه ځایونه تړل شوي چې د هوا د تصفیې فلترونه یې نه درلول.
نعمتالله بارکزي د کابل ښاروالۍ عوايدو ته په اشارې زياته کړې، چې کابل ښاروالۍ په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او یوازې تېر کال یې ۷.۶ میلیارده افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.

