ډېر لوستل شوي

کابل ښاروالۍ د روان کال لپاره ۲۳۳ انکشافي پروژې پلان کړې

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رييس انجینر محمدقاسم افغان وايي، چې ښاروالۍ د ۱۴۰۵ کال لپاره ۲۳۳ انکشافي پروژې په پلان کې لري.

د اميد راډيو خبريال د «کابل ښاروالۍ د لاسته راوړنو او فعاليتونو» په غونډه کې د ښاغلي افغان په حواله ويلي، چې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره بېلابېلې پروژې طرحه شوې دي، چې یو شمېر سړکونو باندې کار روان دی او پاتې به یې ژر پیل شي.

انجینر محمدقاسم افغان زیاته کړې، چې ښار ته د ولایتونو داخلېدونکي سړکونه به پراخ او اساسي ورغول شي.

همداراز د کابل-لوګر، کابل-جلال‌اباد او کابل-کندهار کورېډور سړکونه (د کمپنۍ څخه تر ارغندۍ پورې) هم د رغولو په پلان کې شامل دي.

د افغان په خبره، لسګونه نور سړکونه هم د رغونې لپاره په پام کې نیول شوي او په غیر پلاني سیمو کې به هم په شاوخوا سلو سيمو کې سل پروژې پلي شي.

د کابل ښاروالۍ د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رييس ويلي، چې د نجات څلي ترڅنګ د هوايي پل جوړولو او د چمن حضوري پل ترڅنګ د بل هوايي پل د کارونو پیل هم د روان کال په پلان کې شامل دي.

اړوند خبرونه